د دید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس فرلسن سره وکتل او په هیواد کې د بشري وضعیت او پرمختګونو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.

په دې غونډه کې، چې په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د پلاوي مشرې نیکولا بلومو هم ګډون درلود، دواړو خواوو له افغانستان سره د همکارۍ په پیاوړتیا، د بشري اړتیاوو په حل او د روغتیا، پوهنې او بدیل معیشت په برخو کې د همکارۍ د ساحو په سپړلو ټینګار وکړ.
د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د نړیوالې همکارۍ او همغږۍ هڅو باندې هم ټینګار وکړ.