د دید خبري اژانس: د یو اوکرایني وګړي محاکمه چې د روسیې د نورډ سټریم د ګازو د پایپ لاینونو د چاودنې په تور تورن دی، نن چهارشنبه (د میزان ۲۲مه) په هامبورګ کې پیل کیږي.

هغه سړی چې د “سرګي کی” په نوم پیژندل کیږي، د یو شمیر اوکرایني پوځيان سره په همکارۍ د پایپ لاینونو د ویجاړولو پلان جوړولو تورن دی ترڅو روسیه د جګړې تمویل څخه منع کړي.
هغه، چې تیر کال جرمني ته سپارل شوی و، تورونه ردوي او په قضیه کې لومړی شکمن دی چې محاکمه کیږي.
چاودنې د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۲۶مه په بالتیک سمندر کې وشوې، چې د نورډ سټریم د څلورو پایپ لاینونو څخه درې یې ویجاړې کړې. دا قضیه د اوکراین سره د جرمني د نږدې اړیکو له امله خورا سیاسي حساسه ده.