امنیت او حوادثخبرسیمه

د خیبر پښتونخوا له پولیسو سره د تحریک انصاف د پلویانو نښته؛ له ۱۲ څخه زیات ټپیان او لسګونه نور نیول شوي

د دید خبري اژانس: د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د پلویانو مظاهرې د خیبر پښتونخوا په باړه سیمه کې د فرماندارۍ حکومت او د بیړنی حالت د رامینځته کولو په اعتراض کې په تاوتریخوالی بدلې شوې . د دغو نښتو په ترڅ کې د څلورو پولیسو په ګډون تر ۱۲ زیات کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې مظاهره چیانو د پاکستان د ملکي ثبت ادارې (نادرا) دفتر او د ۱۱۲۲ د ژغورنې او مرستندویو چارو ودانۍ ته اور ورته کړ. پولیسو د مظاهره چیانو د متفرق لپاره له اوښکي بهونکي ګاز څخه کار واخیست.

حکومتي او د قانون پلي کوونکو سرچینو له دې ګډوډۍ وروسته له ۴۲ تر ۵۰ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی. د جمهوري ریاست د اطلاعاتو سلاکار همداراز ادعا وکړه چې د نیول شویو افغانانو له ډلې ۲۵ یې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري او د عامه شتمنیو په ویجاړولو کې یې لاس درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button