د دید خبري اژانس: د طبیعي پیښو سره د چمتووالي او مبارزې دفتر مشر نورالدین ترابي په هیواد کې د سیلابونو د زیانونو د کمولو په هدف د زرو څخه زیاتو پروژو پلي کولو اعلان کړی دی.

د ترابي په وینا، په دې پروژو کې د استنادي دیوالونو جوړول او د سیلابونو لارې پاکول شامل دي او د طبیعي پیښو په وړاندې د سیمو د زیان مننې کمولو په هدف پلي شوي دي.
د طبیعي پیښو سره د چمتووالي او مبارزې دفتر مشر همدارنګه په نړیواله ټولنه او نړیوالو سازمانونو غږ وکړ چې د اقلیم د بدلون او طبیعي پیښو د پایلو سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره خپله پاملرنه او همکاري زیاته کړي.
د اقلیم د بدلون، درنو بارانونو او ویجاړونکو سیلابونو په وړاندې د خپل زیان منونکي له امله، افغانستان د مخ په زیاتیدونکي خطرونو سره مخ دی؛ هغه خطرونه چې د انساني تلفاتو سربیره، کورونه، کرنیزې ځمکې او اقتصادي زیربنا هم ګواښي.