بشري حقونهخبرد بیان ازادينړۍ

په امریکا کې د فلسطین ملاتړ کونکو د ګوښه کولو ۷۶ قضیې ثبت شوې

د دید خبري اژانس: د منځني ختیځ د مطالعاتو ټولنې په یوه نوي راپور کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د غزې د جګړې له پیل راهیسې، د فلسطین د حقونو د ملاتړ په تړاو په امریکا او کاناډا کې د اکاډمیکو کارکوونکو ترمنځ د دندو د له لاسه ورکولو ۷۶ قضیې ثبت شوې دي.

د منځني ختیځ د مطالعاتو ټولنې (MESA) د فلسطین پورې اړوند د بیان د آزادۍ او اکاډمیکو فعالیتونو د حالت په اړه په یوه نوي راپور کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر څخه تر ۲۰۲۶ کال د مې ۲۰، پورې، د امریکا او کاناډا د لوړو زده کړو موسسو د کارمندانو سره د کار پورې اړوند ۱۹۶ پیښې ثبت شوې، چې ۷۶ یې د همکارۍ د پای ته رسیدو او له دندې ګوښه کیدو لامل شوې.

د راپور له مخې، ثبت شوي پیښې یوازې تر ګوښه کولو پورې محدودې نه وې او همدارنګه د انضباطي تحقیقاتو، د کارموندنې او تعلیمي محدودیتونو، او د اکاډمیکو کارکوونکو سره د چلند نور ډولونه شامل وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button