د دید خبري اژانس: د پاکستان په پنجاب ایالت کې د مسافر وړونکي اورګاډي د پټلۍ څخه د وتلو له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

دا پیښه د پنجاب ایالت د ملتان ولسوالۍ ته نږدې رامنځته شوې ده.
د “رحمان بابا” مسافر وړونکي اورګاډي ټولې ۱۵ ډبې له پټلۍ څخه ووتلې او یوه برخه یې وغورځېده، چې له امله یې څلور مسافر ووژل شول او ګڼ نور سخت ټپیان شول.
ځینو پاکستاني رسنیو ویلي چې د ډیری ټپیانو حالت نازک دی او احتمال لري چې د مړو شمیر لوړ شي.
اورګاډی له کراچۍ څخه د پاکستان په شمال لویدیځ کې د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پیښور ته روان و.