د دید خبري اژانس: ټاکل شوې ده چې چین او پاکستان د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په دویمه نیمایي کې د چین د سین کیانګ سیمې او د افغانستان پولې ته نږدې د کورلا په ښار کې ګډ پوځي تمرین “کاراکورام ۲۰۲۶” ترسره کړي.

د دې تمرین موخه د پوځي همکارۍ پیاوړتیا، عملیاتي همغږۍ زیاتول او د ترهګرۍ سره مبارزه ده، او د دواړو هیوادونو د منظم ځمکنیو ځواکونو لومړی ګډ تمرین ګڼل کیږي.
دا تمرین په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د افغانستان په خاوره کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه د اسلام آباد د تورونو له امله تاوتریخوالی دوام لري.