اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

کابل، تاشکند او نوي ډیلي د څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې تړونونه لاسلیک کړل

د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې د افغان شرکتونو او د ازبکستان او هند هېوادونو ترمنځ د نږدې ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.

دغه تفاهم ليکونه د جمعې په ورځ په کابل کې د امام ابوحنيفه (رح) د پنځم ملي او نړيوال نندارتون په څنډه کې د افغانستان د خصوصي سکټور او د مېلمنو هېوادونو د سوداګريزو پلاويو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په غونډه کې لاسليک شول.

په دې غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو استازو، په کابل کې د قزاقستان سفیر، د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او د سیمې د یو شمېر هېوادونو ډیپلوماتیکو او سوداګریزو استازو حضور درلود.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پانګونې په چارو کې د ولسمشر مرستیال ذلګي آرین عظیمي د امام ابو حنیفه رحمه الله نندارتون او مستقیمې سوداګریزې ناستې د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د پانګوالو ترمنځ د باور د پیاوړتیا او د سوداګریزو همکاریو د رامنځته کولو فرصت وباله. نوموړي له بهرنيو پانګوالو وغوښتل، چې د افغانستان له کرنې، صنعتي، طبيعي زېرمو او جغرافيايي موقعيت څخه په استفادې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.

همدا راز د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال شیرزاد ابراهیم اوف د پخوانیو تړونونو پر تطبیق او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لاره کې د تخنیکي او اداري خنډونو پر لرې کولو ټینګار وکړ.

د دې ناستې په عملي برخه کې د سوداګرو، پانګوالو او د شرکتونو د استازو ترمنځ دوه اړخیزې سوداګریزې ناستې ترسره شوې، چې پکې د ګډې پانګونې پر فرصتونو او د اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، لاسلیک شوي یادداشتونه کولی شي د پانګونې د زیاتوالي او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د فعالیتونو د پراختیا زمینه برابره کړي. په هرصورت، د دې تړونونو د عملي کیدو کچه به د اړخونو د مکلفیتونو پلي کولو او په ځانګړو اقتصادي پروژو کې د یادداشتونو په بدلون پورې اړه ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button