د دید خبري اژانس: د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په لسو ولایتونو کې د باران او سیلاب د احتمال اعلان کړی او د زیان منونکو سیمو له اوسیدونکو یې غوښتي چې اړین احتیاطي تدابیر ونیسي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې د دې ادارې د وړاندوینو پر بنسټ، د هیواد په لسو ولایتونو کې به باران وشي او په ځینو سیمو کې د سیلاب د راتلو امکان شته.
د خطر سره مخ سیمو اوسیدونکو ته سپارښتنه کیږي چې سیندونو، ویالو او د سیلاب ځپلو سیمو ته له نږدې کیدو څخه ډډه وکړي او د مسؤلو ادارو سپارښتنې په جدي توګه واخلي.