د طالبانو چارواکي: د شپږم ټولګي څخه وروسته د نجونو پر زده کړو بندیز به دوام وکړي
د دید خبري اژانس: د طالبانو لخوا اداره کیدونکي سرې میاشتې ټولنې مشر د شپږم ټولګي څخه وروسته د نجونو پر زده کړو د بندیز د دوام دفاع وکړه او ویې ویل چې دا بندیز به د طالبانو د رهبر د فرمان پر بنسټ تر بلې خبرتیا پورې پر خپل ځای پاتې وي.

د طالبانو لخوا اداره کیدونکي سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور د شپږم ټولګي څخه وروسته د نجونو پر زده کړو د بندیز د دوام دفاع وکړه او ویې ویل چې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د دوحې په تړون کې د ښځو موضوع نه ده راپورته شوې.
دلاور د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د فرمان په حواله ټینګار وکړ چې د نجونو پر زده کړو بندیز به تر بلې خبرتیا پورې دوام وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې دلاور مخکې د دوحې په یوه خبرو کې ویلي وو چې ښځې حق لري چې د دوکتورا تر کچې زده کړې وکړي او دنده ولري، او طالبان به دې حقونو ته ژمن وي.
په هرصورت، طالبانو په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي شاوخوا پنځه کاله تړلي ساتلي دي او تر اوسه یې د بیا پرانستلو لپاره کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.
د دې محدودیت دوام په ملیونونو افغان نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې کړې دي.