افغانستانخبر

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی وټاکل شو

د دید خبري اژانس: د اروپايي اتحادیې پخواني استازي په دې اونۍ کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د نوي ځانګړي استازي په توګه د توماس فریلسن د ټاکلو اعلان وکړ.

توماس نیکلاسون په یوه پوسټ کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې نوی ځانګړی استازی به د ملګرو ملتونو او نورو مهمو شریکانو سره د افغانانو د ملاتړ لپاره د مشورې دنده ولري.

د هغه په ​​وینا، د اروپايي اتحادیې نوی استازی به د اروپايي شورا د پریکړو پراساس له افغانستان سره اصولي اړیکې ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button