د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر فولکر تورک د نړیوالې جنایي محکمې پر وړاندې د امریکا اداري بندیزونه “د منلو وړ نه دي” بللي او د دې ادارې د ساتنې لپاره یې د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

تورک ټینګار وکړ چې دا بندیزونه باید د هغو کسانو په فعالیتونو اغیزه ونکړي چې د محکمې لپاره کار کوي یا د عدالت د ترلاسه کولو لپاره ورسره همکاري کوي.
هغه د روم د نړیوالې جنایي محکمې د اساسنامې له ۱۲۵ غړو هیوادونو څخه هم وغوښتل چې د دې ادارې د فعالیتونو د ملاتړ لپاره بیړني اقدامات وکړي او د هغې د دوامداره خپلواک فعالیت لپاره لاره هواره کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر زیاته کړه چې دا هیوادونه، د هغه ادارې د غړو په توګه چې دوی یې رامینځته کړي، د هغې د ساتنې لپاره ځانګړی مسؤلیت لري.