اسلایدشوافغانستانخبر

د کندهار امرباالمعروف په يو رسمي مکتوب کې له ادارو غوښتنې د دوی د قانون ۲۲ مادي په عملي کولو کې ورسره مرسته وکړي

په کندهار ولايت کې يوه سرچينه وايي چې د کندهار د امرباالمعروف نهی المنکر رياست لخوا څخه په يوه رسمي مکتوب کې ادارو ته سپارښتنه شوي چې د امرباالمعروف نهی المنکر د قانون د ۲۲ مادي۹ برخه چې «له ټايپ،راډيو او همدغه شان نورو شیانو څخه غلطه ګټه اخیستنه په کميوټر مبايل او دغه شيانو انځورو او ويډيو جوړول او کتل» مادي په ښه تطبیق کې ورسره مرسته وکړي..

په دغه مکتوب کې ذکر شوي چې ټولې اړوند ادارې مسوليت لري چې خلک وهڅوي چې د امرباالمعروف نهی المنکر د قانون د ۲۲ ماده په سم ډول تطبق کړي.

د مکتوب په يوه برخه کې غوښتنه شوي چې د غونډو په افتتاح ګانو کې باید ددغه مادي عملي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د طالبانو د د امرباالمعروف نهی المنکر د قانون د ۲۲ او ۱۷ ماده چې دساه لرونکو جسمونو د تصويرونو او ډيوګانو پر اخيستلو بندیز دی دامهال په ګڼو ولايتونو کې د تطبیق په حال کې دی.

طالبانو تردي مخکي په يو شمير ولايتونو کې خبريال د تصوير اخيستلو په تور زنداني کړي هم دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button