امنیت او حوادثخبرسیمه

د پاکستان پوځ ۱۸ پاکستاني طالبان او بلوچ یاغیان ووژل

د دید خبري اژانس: د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ولایتونو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو ډلو ۱۸ غړي وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په وینا، په شمالي وزیرستان کې د “فتنه الخوارج” ډلې ۱۳ غړي او د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د “فتنه الهندستان” ډلې پنځه غړي په دې عملیاتو کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د ځینو وسلو او مهماتو د نیولو اعلان هم وکړ او زیاته یې کړه چې په سیمو کې د پاکولو عملیات لاهم روان دي.

دا عملیات په داسې حال کې ترسره شول چې پاکستاني چارواکو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بریدونو د زیاتوالي راپور ورکړی دی؛ دوه هغه ولایتونه چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د امنیتي بریدونو د پام وړ برخه لیدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button