اسلایدشوافغانستانخبر

په کابل کې د امام ابوحنیفه پنځم نندارتون د ۲۰ هېوادونو سوداګرو سره پرانیستل شو

د دید خبري اژانس: د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون نن چهارشنبه په کابل کې پرانیستل شو، چې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو سوداګر او پانګوال پکې ګډون لري.

دا نندارتون چې پنځه ورځې به دوام وکړي، په ۸۰۰ څخه زیاتو غرفو کې به کورني او بهرني محصولات نندارې ته وړاندې شي.

د طالبانو چارواکو دا نندارتون د افغانستان د اقتصادي وړتیا معرفي کولو، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره یو فرصت بللی دی.

پنځم ملي او نړیوال امام ابوحنیفه نندارتون به د میزان تر ۲۱مې پورې دوام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button