د دید خبري اژانس: د بدخشان ولایت د خامه- واخان سړک د پرانیستې مراسم نن یکشنبه د میزان ۱۲مه ترسره شي او دغه سړک به رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه سړک چې افغانستان د واخان دهلیز له لارې له چین سره نښلوي، په دوو پړاوونو کې په ټولیز ډول څه باندې ۱۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري. په بېلابېلو برخو کې د سړک عرض تر لسو مترو پورې رسېږي.
د طالبانو حکومت وايي چې له دغې لارې څخه د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا لپاره زمینه برابره شي او دا پروژه د هېواد یو له مهمو اقتصادي او ترانزیټي پلانونو څخه ګڼي.