د دید خبري اژانس: د طالبانو د دفاع وزارت یو لوړ پوړی پلاوی، چې مشري یې د عبدالله بن مسعود ګډ او جنګي روزنیز مرکز قوماندان مولوي نصیب الله مدني کوي، په روسیه کې د ” ۲۰۲۶ مرکز” ګډ پوځي ستراتیژیکو تمریناتو کې برخه اخیستې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت اعلان وکړ چې پلاوي د پوځي تمریناتو د عملي پړاوونو د لیدلو سربیره، د عصري پوځي تجهیزاتو نندارتون هم لیدلی دی. درانه تجهیزات او وسلې، بې پیلوټه الوتکې، اوږد واټن توغندي او روبوټیک سیسټمونه په نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي وو.
د وزارت په وینا، د تمرین په څنډه کې، د طالبانو پلاوي د چین، هند، شمالي کوریا، ویتنام، کولمبیا، ازبکستان، تاجکستان او یو شمیر نورو هیوادونو له پوځي استازو سره ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو، پوځي تجربو، مسلکي روزنې او ګډې همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې.