اسلایدشوخبرد بیان ازادينړۍ

۳۷۰ فلسطیني او اسلامي عالمانو د “اقصی جومات لپاره د مرستې” غوښتنه وکړه

د دید خبري اژانس: شاوخوا ۳۷۰ علماوو او د اسلامي مرکزونو استازو په یوه بېړنۍ غونډه کې د جمعې په ورځ د اکتوبر دویمه د «اقصی جومات د مرستې ورځ» اعلان کړه او له مسلمانانو یې وغوښتل چې د دغه جومات په ملاتړ کې حاضر او فعال شي.

د دغې غونډې په اعلاميه کې د جوماتونو له امامانو او مبلغانو وغوښتل شول چې د جمعې د لمانځه خطبې د الاقصی جومات او د هغې په شاوخوا کې پرمختګونو ته وقف کړي. د (فجر د لمانځه) ادا کول، په مسجد الاقصی کې ګډون، د غونډو جوړول او رسنیز فعالیتونه هم د دې بلنې له نورو محورونو څخه یاد شوي دي.

تنظیم کونکو د دغه بلنې علت په الاقصی جومات کې د یهودانو د رخصتیو په وخت کې د یرغلونو زیاتیدل او د یهودانو د مراسمو ترسره کیدل بللی دی او په دغه ځای کې یې د اوسنیو حالاتو د بدلون خبرداری ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button