افغانستانخبر

په بامیان کې د ملګرو ملتونو د فرصت پروګرام ۲۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابروي

د دید خبري اژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو دفتر (یو ان-هبیتات) اعلان وکړ چې د فرصت پروګرام په بامیان ولایت کې د سیمه ایزو ټولنو د پیاوړتیا په هدف پلي کیږي.

د سازمان په وینا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي صندوق په ملاتړ، په بامیان کې د “کار په بدل کې نغدي” پروژه پیل شوې، چې د خلکو لپاره د ژوند کولو فرصتونه برابروي پداسې حال کې چې د سیمه ایزو ټولنو زیربنا او چاپیریال ښه کوي.

سازمان وویل چې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان به په دې پروګرام کې برخه واخلي او د ورځني کار په بدل کې به معاش ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button