اسلایدشوافغانستانخبر

په افغانستان کې له ۵۳۰۰۰ څخه زیات موټرونه د تعقیب وسایلو سره سمبال دي

د دید خبري اژانس: د افغانستان د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وايي چې تر اوسه پورې په هیواد کې ۵۳۲۷۰ مسافر وړونکي او بار وړونکي موټرونه د تعقیب وسایلو (GPS) سره سمبال شوي دي.

د افغانستان د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې په هیواد کې د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو کې د تعقیب وسایلو (GPS) نصبولو پروسه دوام لري.

وزارت وايي چې تر اوسه پورې ۵۳۲۷۰ موټرونه په دې وسایلو سمبال شوي دي او ۲۳ خصوصي شرکتونه د تعقیب وسایلو د نصبولو په برخه کې فعال دي.

د وزارت په وینا، د مسافر وړونکو موټرو لپاره د تعقیب وسایلو نصبول لازمي شوي دي چې په ښارونو کې کار کوي.

چارواکو ویلي چې د دې پلان پلي کولو هدف د ترافیکي پیښو کمول، د موټرو ښه څارنه او د مسافرینو خوندیتوب زیاتول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button