د دید خبري اژانس: د چین مرکزي بانک په وروستیو میاشتو کې د سرو زرو د پیرودلو پروسه ګړندۍ کړې او د ۲۰۲۶ کال په اګست کې یې په خپلو زیرمو کې ۲۰.۲ ټنه سره زر اضافه کړي، چې دا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې د بانک ترټولو لوړه میاشتنۍ پیرود دی.

د سرو زرو د نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې، د چین مرکزي بانک په مارچ کې ۵ ټنه سره زر، په اپریل کې ۸ ټنه، په می کې ۱۰ ټنه، په جون کې ۱۵ ټنه، په جولای کې ۲۰ ټنه او په اګست کې ۲۰.۲ ټنه سره زر اخیستي دي. په دې شپږو میاشتو کې ټول پیرود شاوخوا ۷۸.۲ ټنه دی.
د اګست په پای کې د چین د سرو زرو رسمي زیرمې ۲،۳۸۷ ټنو ته ورسیدې، او د هیواد د بهرنیو اسعارو په ټولو زیرمو کې د سرو زرو ونډه شاوخوا ۹ سلنې ته لوړه شوه. د سرو زرو د زیرمو د زیاتوالي بهیر هم د ۲۲ پرله پسې میاشتو لپاره دوام لري.