افغانستانخبر

په کندهار کې يوه ناوي او د زوم ماما وژل شوی

د دید خبري اژانس: د کندهار څخه سرچینې خبر ورکوي چې ددي ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې په يوه واده کې دموټرانو پرسر لومړی لفظی شخړه رامنځته شوي چې وروسته په ډزو کې ناوي او د زوم ماما وژل شوي دي.

دغه سرچينه وايي تيره ورځ ناوخته دغه پيښه پر داسي مهال رامنځته شوي کله چې لومړی د موټرو د تګ پر سر د ناوي او زوم د کورنيو ترمنځ لفظی شخړه شوي چې وروسته د زوم ماما د توپنچي په ډزو لومړی ناوي وژلی او وروسته يي خپل ځان په ډزو ويشتلي او وژلی دی.

دغه سرچينه وايي چې ياده پيښه دکندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ په عمارت سیمه کې رامنځته شوي ده.

سرچيني ويلي چې وژل شوي ناوي ۲۲ کاله عمر لري او نوم يي کافيه وه او وژل شوي د زوم ماما ۳۲ کاله عمر لرياو نوم يي عبدالواحد وه.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د ځان وژنې په ګډون د جنايي پيښو ګراف ورځ تربلي لوړيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button