د دید خبري اژانس: د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په اګست کې په افغانستان کې د څو ساري ناروغیو پیښې د تیرې میاشتې په پرتله کمې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور ښیې چې په اګست کې، د شدید اسهال پیښې ۲۴ سلنه، د سینه بغل ۱۷ سلنه، د شري ۴۴ سلنه، د ډینګي تبه ۴۱ سلنه او د کریمیا-کانګو تبه ۳۷ سلنه کمه شوې ده. د کوویډ-۱۹ پیښې هم له ۹ سلنې څخه ډیرې کمې شوې دي.
په ورته موده کې، ۱۷۰ کسان د سینه بغل له امله، ۱۱ د کریمیا-کانګو تبه، ۷ د شري او ۴ د شدید اسهال له امله مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیا خدماتو پیاوړتیا او د ناروغیو خپریدو ته په چټکۍ سره ځواب ویلو ټینګار کوي.