خبرسیمهنشه یي توکي

د پاکستان سمندري ځواکونو ۲۸۰۰ کیلوګرامه مخدره توکي نیولي دي

د دید خبري اژانس: د پاکستان سمندري ځواکونو د عربي سمندرګي په اوبو کې د مخدره توکو ضد عملیاتو په ترڅ کې د کب نیولو له یوې شکمنې کښتۍ څخه له ۲۸۰۰ کیلوګرامه څخه زیات مختلف مخدره توکي نیولي دي.

د پاکستان د پوځ د نړیوالو اړیکو دفتر په وینا، په نړیوال بازار کې د دې بار وړلو ارزښت شاوخوا ۷۵۰ ملیون ډالر اټکل شوی دی. د پاکستان عملیاتي ځواکونو د کب نیولو د یوې شکمنې کښتۍ د بیاکتنې پرمهال دا بار کشف کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button