د دید خبري اژانس: ملګري ملتونه وايي چې د سیمې له هیوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه ګړندۍ شوې او تمه کیږي چې د روان کال تر پایه به د راستنیدونکو شمیر اته میلیونه ته ورسیږي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر برهام صالح د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې تمه کیږي چې د روان کال تر پایه پورې نږدې اته میلیونه افغانان افغانستان ته راستانه شي.
هغه ټینګار وکړ چې دا ټول راستنیدنه به په بشپړ ډول داوطلبانه نه وي او یو شمیر افغانان په سختو شرایطو کې هیواد ته راستنیږي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر وویل چې افغانستان د پراخې بې وزلۍ، محدودو خدماتو او لږو اقتصادي فرصتونو سره مخ دی، او د ملیونونو خلکو راستنیدل به په کوربه ټولنو اضافي فشار راوړي.
صالح ټینګار وکړ چې د افغانانو راستنیدل باید د پروسې پای نه وي، بلکې د هغو پروګرامونو پیل ټکی وي چې په افغانستان کې د دوی امنیت، وقار او دوامداره ژوند ډاډمن کړي.
هغه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت هم یوه بله ننګونه وګڼله.