خبرنړۍ

کانګرس د ټرمپ په وړاندې؛ د منظور شوې بودیجې د ۸۱۰ میلیونه ډالرو د لغوه کېدو له امله د قانون جوړوونکو غوسه

د دید خبري اژانس: د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منظور شوې بودیجې د ۸۱۰ میلیونه ډالرو د لغوه کولو امر کړی چې مخکې د کانګرس لخوا تصویب شوي وو.

دا اقدام، چې د “ادارو دننه د بودیجې لغوه کول” په نوم پیژندل کیږي، د روغتیا او تعلیمي پروګرامونو، د مهاجرینو او کډوالو د ساتنې، کور جوړولو او د ځینو اقلیتي پروګرامونو لپاره د بودیجې ځینې برخې په نښه کوي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، د کمولو لویه برخه د غیر اتباعو پورې اړوند پروګرامونو لپاره د روغتیا او بشري خدماتو وزارت په بودیجه کې شاوخوا ۵۶۷ ملیون ډالر ده.

دا پریکړه د دواړو ګوندونو د یو شمیر قانون جوړونکو له غوسې او نیوکې سره مخ شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button