د دید خبري اژانس: د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د وسله والو غړو یوه هڅه چې د ننګرهار او پکتیا ولایتونو له افغان سرحدي سیمو څخه د پاکستان شمال لویدیځ کې کرم سیمې ته ننوځي، ناکامه شوې ده.

د پاکستاني امنیتي سرچینو په وینا، د دې هڅې له ناکامۍ وروسته، افغان طالبانو ځواکونو د راکټونو او سپکو او درنو وسلو په کارولو سره د پاکستان سرحدي پوستې په نښه کړې.
سرچینو زیاته کړه چې پاکستاني ځواکونو هم په ځواب کې د مخالف لوري پوستې په نښه کړې دي.
د دې نښتو له امله د احتمالي تلفاتو یا زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.