افغانستانخبرسوله

افغانستان د “مثبتې سولې” شاخص کې ۱۵۷م ځای ته راکښته شوی

د دید خبري اژانس: د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ لخوا یو نوی راپور ښیې چې افغانستان د نړۍ د ۱۶۳ هیوادونو په منځ کې ۱۵۷م ځای لري، چې له ۵ څخه ۴.۱۹ نمرې لري.

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ لخوا په وروستي “مثبتې سولې شاخص” راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۶۳ هیوادونو په منځ کې ۱۵۷م ځای لري.

د راپور له مخې، افغانستان د ۵ څخه ۴.۱۹ نمرې سره د جدول په کښته اوو هیوادونو کې دی. په دې راپور کې معلومات ښیې چې په افغانستان کې د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د سولې مثبت وضعیت مخ په کمیدو دی.

د سیاسي آزادیو کموالی، د مطبوعاتو محدودیت، او د معلوماتو کم جریان هغه عوامل دي چې د افغانستان دریځ یې اغیزمن کړی دی.

په راپور کې د معلوماتو کیفیت، د ډلو ترمنځ مساوات، او په افغانستان کې د حکومت اغیزمنتوب په څیر شاخصونو کې د کمښت راپور هم ورکړل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button