د دید خبري اژانس: د پېښور عالي محکمې د دوشنبې په ورځ په موقت ډول د خیبر پښتونخوا د طبي او غاښونو له پوهنتونونو څخه د ۱۴ افغان محصلینو جبري اخراج ودراوه.

دا محصلین د افغان ونډه او قانوني پروسې له لارې په دغو تعلیمي ادارو کې شامل شوي وو، او د پاکستان د لوړو زده کړو کمیسیون دوی ته د عدم ممانعت تصدیق لیک ورکړی و.
د پاکستان د طبي او غاښونو شورا لخوا د افغان محصلین د داخلې له لغوه کیدو وروسته، محکمې په قضیه کې اړوندو خواوو ته ۱۴ ورځې وخت ورکړ چې خپل لیکلي ځواب وسپاري.