د دید خبري اژانس: د دوبۍ د واکمنې کورنۍ غړی شیخ احمد بن راشد آل مکتوم نن دوشنبه سهار (د سنبلې ۳۰مه) د ۷۶ کلونو په عمر ومړ.

د دوبۍ د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې متحده عربي اماراتو د هغه د مړینې په مناسبت د دوشنبې په ورځ د لس ورځو عامه ماتم اعلان کړی دی، او په دې موده کې به په ټول دوبۍ کې بیرغونه نیم ځوړند وي.
د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر او لومړی وزیر او د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم په ټولنیزو رسنیو کې یو پیغام خپور کړی، چې د هغه د ورور د مړینې په اړه یې خواخوږي څرګنده کړې او د هغه یادونه یې کړې ده.