د دید خبري اژانس: د “پولیو څخه پاک افغانستان” سازمان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پولیو واکسین کمپاین به سبا د هیواد په ټولو سیمو کې پیل شي.

سازمان له کورنیو څخه غوښتي چې په دې کمپاین کې همکاري وکړي، خپل ماشومان واکسین کړي او په هیواد کې د پولیو له منځه وړلو کې ونډه واخلي.
د “پولیو څخه پاک افغانستان” سازمان ټینګار وکړ چې د خلکو ګډون کولی شي د “پولیو څخه پاک افغانستان” هدف ته د رسیدو لپاره مهم رول ولوبوي.