د دید خبري اژانس: د برېښنا شرکت اجرایوي رییس ملا عبدالحق همکار د ټاپ پروژې له مشر مراد ارتیکوف او د هغه له ملګري پلاوي سره ولیدل، او دواړو خواوو د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد پروژې د پلي کولو په چټکتیا بحث وکړ.

په دې غونډه کې، په هرات کې د نورالجهاد برېښنا سب سټیشن د پاتې کار بشپړولو، د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ ته د برېښنا رسولو او د ټاپ پروژې د پلي کولو په اړه هم خبرې وشوې.
د ترکمنستان پلاوي د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد پروژې د بشپړولو په چټکتیا او د ټاپ پروژې د عملي پیل په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې پروژې لپاره لومړنۍ نقشه به په نږدې راتلونکي کې وروستۍ شي.