د دید خبری اژانس: د طالبانو دحکومت دکورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانی دقطر د ملی امنیت شورا له مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي او ملګری پلاوی سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د رغنده تعامل او په دې برخه کې د اغېزمن رول په لوبولو خبرې وکړې.
دغه راز د کابل او دوحې ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړې کولو هم ټینګار وشو.