د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو ګډ نندارتون په ترمذ کې پرانستل شو
د دید خبري اژانس: د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو لومړی ګډ نندارتون د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز کې د دواړو هیوادونو د چارواکو او خصوصي سکتور د استازو په شتون کې پرانستل شو. دا نندارتون د اقتصادي همکارۍ پراخولو، صادراتو زیاتولو او ګډو پانګونو ته د لارې هوارولو په هدف ترسره شو.

دا درې ورځنی نندارتون د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، ازبک چارواکو او خصوصي سکتور فعالینو په شتون کې ترسره شو او د دواړو هیوادونو د محصولاتو له ۱۰۰ څخه ډیر غرفې نندارې ته وړاندې شوې.
غالۍ، زعفران، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، لاسي صنایع، پنبه، وچې میوې او جامې په نندارتون کې وړاندې شوي محصولاتو کې شامل دي.
نورالدین عزیزي وویل چې د دې غونډې د ترسره کولو هدف د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د صادراتو پراختیا او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګډو پانګونو لپاره لاره هوارول دي.
د غضنفر بانک او د ازبکستان د توکو تبادلې ترمنځ د همکارۍ تړون هم لاسلیک شوی، چې د “OZEX” په نوم پیژندل کیږي. د دې تړون له مخې، سوداګر کولی شي د توکو د ارزښت لس سلنه په ورکولو سره خپل د پیرود امرونه ورکړي او پاتې ۹۰ سلنه د توکو له چمتو کیدو وروسته ورکړي.