اسلایدشوافغانستانخبرخبرې اترېدرملسیمه

افغانستان او هند د درملو د تولید په اړه بحث وکړ

د دید خبري اژانس: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوراکي توکو او درملو د ادارې مرستیال تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د خوړو او درملو د ادارې مرستیال مولوي حمدالله زاهد کوله، هند ته د سفر په ترڅ کې په نوي ډیلي کې د درملو د یوې فابریکې له چارواکو سره ولیدل او د روغتیا او درملو د همکارۍ د پراخولو په اړه یې بحث وکړ.

پدې غونډه کې د دودیزو او یوناني درملو پراختیا، د افغان ډاکټرانو لپاره مسلکي روزنه، آنلاین روزنه او د افغان متخصصینو لپاره لنډمهاله تخصصي کورسونو په ترسره کولو بحث وشو.

د هند د درملو د فابریکې چارواکو هم د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د وړیا روغتیایی کمپونو په جوړولو کې د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ او په افغانستان کې یې د درملو د صنعتي تولید فابریکې په جوړولو او پانګوونې کې لیوالتیا څرګنده کړه.

پدې غونډه کې، د تخصصي او تعلیمي همکاریو پراخولو او د درملو د تولید او رسولو په برخه کې د هند د ظرفیتونو په کارولو هم ټینګار وشو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button