خبرنړۍ

مسکو: آسیا د روسیې د انرژۍ د بندولو لپاره د لویدیځ فشارونو سره مقاومت وکړ

د دید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، آسیايي هېوادونو له روسیې څخه د انرژۍ د پېرلو د محدودولو لپاره د لویدیځو هېوادونو د فشارونو په وړاندې مقاومت کړی او د خپلو ملي ګټو او تاریخي تجربو پر بنسټ یې د انرژۍ سیاستونه تعقیب کړي دي.

زاخارووا د ختیځې اقتصادي غونډې په څنډه کې وویل: آسیایي هیوادونو په سنجیده توګه پریکړه وکړه او د یو شمیر لویدیځو هیوادونو او د هغوی د بنسټونو د انرژۍ په سیاستونو کې یې د بې ثباته کوونکي نفوذ مخه ونیوله.

هغه د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ او مارچ میاشتې پېښو ته په اشارې سره زیاته کړه، دغو پېښو وښوده چې د انرژۍ همکارۍ باید د سیاسي شخړو ډګر نه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټینګار کړی دی: د انرژۍ په برخه کې همکاري ډیره مهمه ده چې باید بې ثباته نه شي؛ ځکه چې د ژوند په ټولو برخو اغیزه کوي او باید له سیاسي لوبو څخه لیرې وساتل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button