امنیت او حوادثخبرنړۍ

په غزه باندې د اسراییلو د برید له امله له ۱۳۰۰ څخه ډیر قربانیان پاتې کړي

د دید خبري اژانس: د فلسطین روغتیايي سرچینو اعلان کړی چې د تیر کال د اوربند له ټینګیدو راهیسې په غزه باندې د اسراییلو د برید د قربانیانو شمیر ۱۳۵۹ ته رسیدلی دی.

نړیوالو رسنیو نن (شنبه، د سنبلې ۱۲مه) راپور ورکړ چې د تیر کال په اوږدو کې د بریدونو په ترڅ کې ۴۵۷۱ نور فلسطینیان ټپیان شوي دي.

د دې راپورونو پر بنسټ، د اسراییلو پوځ د حماس سره د اوربند له موافقې وروسته د خان یونس، دیر البلاح، رفح، غزه ښار او د تړانګې شمالي برخې په نښه کړې دي.

اسراییل او حماس د تیر کال د اکتوبر په ۱۰مه د متحده ایالاتو په منځګړیتوب په اوربند موافقه وکړه؛ خو له دې موافقې وروسته هم په غزه باندې د اسراییلو بریدونه دوام لري، چې په پایله کې یې زرګونه فلسطینیان مړه او ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button