د دید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پخوانۍ ځانګړې استازې ګیلس برټرانډ د خپل ماموریت په پای کې ټینګار کړی چې د افغان ټولنې د ټولو ډلو او برخو ترمنځ خبرې اترې د هیواد د اوسني وضعیت د کابو کولو یوازینۍ لاره ده.

برټرانډ په یوه پیغام کې وویل چې د خپل ماموریت له پای ته رسیدو سره، هغه د ملي خبرو اترو په اهمیت باندې تر بل هر وخت ډیر باور لري.
هغه د افغانستان لپاره د ښه راتلونکي په جوړولو کې د ښځو او ځوانانو په رول هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوی د هیواد په راتلونکي کې د ونډې اخیستلو لپاره لوی ظرفیت او وړتیا لري.