افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه
افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ او ترانزیت په پراختیا ټینګار کوي
د دید خبري اژانس: په کابل کې د قزاقستان سفارت شارژدافیر هرات ته د خپل سفر په جریان کې د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره ولیدل او د سوداګرۍ او ټرانزیټ اړیکو د پراختیا په اړه یې نظرونه تبادله کړل.

د هرات د ولایتي ادارې د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د قزاقستان شارژدافیر د سوداګرۍ پراختیا لپاره د ډیرو اسانتیاوو په برابرولو ټینګار وکړ او هرات یې د پام وړ اقتصادي ظرفیت درلودونکی وګاڼه.
د غونډې په جریان کې، د هرات والي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره د تورغونډۍ بندر په پیاوړتیا هم ټینګار وکړ او د هرات په بیلابیلو اقتصادي سکتورونو کې یې د قزاقستان د پانګونې غوښتنه وکړه.
د هرات د چارواکو په وینا، ولایت د خپل جغرافیایي موقعیت او اقتصادي ظرفیت په پام کې نیولو سره، د کورنیو او بهرنیو پانګونو منلو ته چمتو دی.