د دید خبري اژانس: په افغانستان کې د بریتانیا استازی ریچارډ لینډسي وايي چې هېواد یې تېر کال لږترلږه ۵ میلیونه افغانانو ته حیاتي مرستې ورکړې، چې له دې ډلې ۳ میلیونه یې ښځې او نجونې وې.

لینډسي په ټولنیزه شبکه “ایکس” کې په یوه پیغام کې وویل چې دا مرستې د روغتیا، خوړو او تغذیې، اوبو او چاپیریالي حفظ الصحې او د ژوند ملاتړ په برخو کې چمتو شوې دي.
هغه ټینګار وکړ چې بریتانیا خپلې مرستې په هغو سیمو کې چمتو کوي چې ورته ډیره اړتیا وي.