اسلایدشوافغانستانخبرسیمه

پاکستان د افغان محصلینو د طب او غاښونو زده کړې بندې کړې

د دید خبري اژانس: د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د یوې نوې لارښوونې په صادرولو سره د طب او غاښونو په څانګو کې د افغان اتباعو داخله او نورې زده کړې تر راتلونکې خبرتیا پورې بندې کړې دي.

د پاکستان طبي او غاښونو شورا (PM&DC) په یوه تازه پریکړه کې په دغه هیواد کې د طب او غاښونو په څانګو کې د افغان اتباعو داخله او نورې زده کړې تر بل خبرتیا پورې وځنډولې.

د دغه پریکړه ليک له مخې، په دغه بنديز کې يواځې نوي محصلين نه شاملېږي او د پاکستان په پوهنتونونو او طبي او غاښونو موسسو کې زده کړې کوونکي افغان محصلين هم په دغه حکم کې شامل دي. خپاره شوي راپورونه وايي چې دغه محصلین باید د پاکستان د حکومت د پالیسیو له مخې افغانستان ته ستانه شي.

دغه راز ښوونیز بنسټونه مکلف شوي چې د دې پریکړې له مخې د محصلینو د وتلو بهیر اسانه کړي او د اړتیا وړ اسناد او سندونه صادر کړي.

د دغه حکم په چوکاټ کې د پاکستان د طبي او غاښونو د موسسو تر منځ د افغان محصلینو لیږد هم بند شوی دی.

دې پریکړې د افغان محصلینو د تعلیمي راتلونکي په اړه پراخې اندیښنې راپارولي دي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو چې د طبي یا غاښونو د زده کړې یوه مهمه برخه یې بشپړه کړې ده.

جبري راستنیدل د دې زده کونکو لپاره ننګونه رامینځته کولی شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او خپل ځانګړي کورسونه بشپړ کړي.

له بلې خوا په پاکستان کې د افغان محصلینو د اوسیدو او د تحصیل د ویزې د تمدید مسله هم یوه له هغو ستونزو څخه ده چې افغان محصلین ورسره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button