د دید خبري اژانس: د روسیې د ولسمشرۍ مرستیال یوري اوشاکوف د امریکا د سفیرانو سټیف ویتکاف او جرډ کوشنر سره د ولادیمیر پوتین درې ساعته خبرې اترې “ډېرې ګټورې او څرګندې” وبللې.

د تاس خبري اژانس له قوله اوشاکوف وویل چې ویتکاف او کوشنر ژمنه کړې وه چې په کی یف کې د اوکرایني چارواکو سره په خپلو خبرو کې به د روسیې او اوکراین د شخړې د حل لپاره د پوتین له ارزونو څخه کار واخلي.
هغه د درې ساعته خبرو اترو د محتوا په اړه نور جزئیات ورنه کړل.