د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د “د مطبوعاتو په هنداره کې حکومت” په شپږمه غونډه کې اعلان وکړ چې په تیر کال کې نږدې دوه میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هیوادونو او ترکیې څخه راستانه شوي دي.

مجاهد وویل چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې، ټولټال ۴۱۹،۷۵ کورنۍ، چې د ۱،۹۹۷،۴۷۱ کسانو سره برابر دي، له پاکستان، ایران او ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د هغه په وینا ۲۱۰ زره او ۹۲۴ کورنۍ له پاکستان څخه، ۲۰۰ زره او ۹۲۱ کورنۍ له ایران څخه او ۲۳۰ کورنۍ له ترکیې څخه هیواد ته راستانه شوي دي.