د دید خبري اژانس: نړیوال ایتلاف “د آزادي بیړۍ” اعلان کړی چې دوی به په اکتوبر کې غزې ته یو نوی سمندري ماموریت پیل کړي.

ایتلاف په یوه بیان کې وویل چې د ماموریت هدف د غزې محاصره ننګول او په اروپا کې د خلکو فشار زیاتول دي ترڅو په سیمه کې محدودیتونه پای ته ورسوي. غزې ته د تګ دمخه، د کاروان کښتیو په ناروې، سویډن، ډنمارک، ایرلنډ، جرمني او فرانسې کې د څو اروپایي بندرونو څخه لیدنه وکړه او ټاکل شوې ده چې د اسپانیا، پرتګال او ایټالیا له لارې هم تیر شي.
د آزادي بیړۍ ایتلاف وویل: “موږ بیا حرکت کوو ځکه چې اسراییلو نسل وژنه نه ده بنده کړې او فلسطین لا هم آزاد نه دی.”
د ایتلاف د مشرتابه کمیټې غړی، زوهار چمبرلین-رګو هم وویل: “په اکتوبر کې، موږ پلان لرو چې د ټولې نړۍ څخه د خلکو دا غوښتنه او پیوستون د غزې ساحلونو ته راوړو.”
ائتلاف په حکومتونو غږ کړی چې د کښتیو خوندي او بې خنډه تګ راتګ ډاډمن کړي او په غزه کې خوراکي توکو، اوبو، درملو او نورو اساسي اړتیاوو ته سمدستي او بې محدود لاسرسی برابر کړي.