د دید خبري اژانس: د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکسي شفستوف وايي، لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي چې له افغانستان څخه د ګواښونو د مخنیوي په پلمه د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې پوځي بنسټونه جوړ کړي.

شفستوف د ختیځې اقتصادي فورم په غونډه کې د “ګډ امنیتي تړون سازمان-شانګهای همکارۍ سازمان” په غونډه کې وویل: “لویدیځ هیوادونه لا هم هڅه کوي چې د اوراسیا فضا بې ثباته کړي او د دې سیمې منابعو او لوژستیکي لارو ته لاسرسی ومومي.”
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د ناټو غړو هېوادونو په ۲۰۲۵ کال کې تر ۱۰۰ ډیر پوځي تمرینونه کړي، چې ډیری یې د ناټو په ختیځ کې ترسره شوي دي.
د روسيې د امنيت شورا مرستيال پر دې ټينګار وکړ چې د ګډ امنيت د تړون سازمان او د شانګهای د همکارۍ سازمان بايد په ټول اوراسیا کې د امنيت او ثبات په ټينګښت کې مرکزي رول ولوبوي.