د دید خبري اژانس: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دې ډلې امنیتي ځواکونو د کندهار ولایت په احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر کې د ۸ کیلوګرامه څخه د زیاتو سرو زرو د غیرقانوني لیږد مخه نیولې او د دې قضیې په تړاو یې یو شکمن کس نیولی دی.

د وزارت په وینا، یو کس چې پلان یې درلود له هیواد څخه په غیرقانوني ډول ۸،۲۶۰ کیلوګرامه سره زر خارج کړي، د احمد شاه بابا هوايي ډګر د سرحدي پولیسو د قوماندانۍ د منسوبینو لخوا وپیژندل شو او ونیول شو.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وویل چې کشف شوی سره زر د نیول شوي کس سره یوځای د نورو څیړنو او قانوني مرحلو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوی دی.