خبرنړۍ

په یمن کې د داعش ویاند ووژل شو

د دی خبري اژانس: په عدن کې میشتو یمني حکومتي چارواکو اعلان وکړ چې د هیواد امنیتي ځواکونو، د سعودي عربستان د ځانګړو عملیاتو ځواکونو سره په همکارۍ، د حضرموت ولایت کې د داعش رسمي ویاند ابو حذیفه الانصاري وواژه.

د یمن د دولتي امنیت مرکز په یوه بیان کې وویل چې ګډو ځواکونو د الانصاري د ژوندي نیولو په هدف د سیون ښار کې د داعش پر یوه پټنځای چاپه وهلې. الانصاري، د هغه ساتونکی او اته ملکي وګړي د عملیاتو په جریان کې په هغه ځای کې موجود وو.

د بیان له مخې، الانصاري او د هغه ساتونکی د ګډو ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول، چې په ترڅ کې یې د داعش ویاند ووژل شو او د هغه ساتونکی ټپي شو او ونیول شو. په هغه ځای کې موجود اته ملکي وګړي هم روغ رمټ پاتې شول.

د یمن امنیتي ځواکونو هم له پټنځای څخه دوه لیپټاپونه، دوه ټابلیټونه او پنځه ګرځنده تلیفونونه ترلاسه کړل.

داعش تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button