افغانستانخبرفایلونهنړۍکډوالي

د اروپا پارلمان د افغان کډوالو د اخراج په اړه بیا کتنه کوي

د دید خبري اژانس: د اروپايي پارلمان د بشري حقونو فرعي کمېټه د پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اخراج په اړه غونډه کوي.

دا غونډه له طالبانو سره د افغان اتباعو د راستنېدو په برخه کې د ځینو اروپايي هېوادونو د همکارۍ له زیاتېدو وروسته کېږي. د طالبانو یو درې کسیز پلاوی په دې وروستیو کې جرمني ته د افغانانو د ایستلو پر بهیر د خبرو لپاره تللی دی.

د اروپا پارلمان افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو قانوني او بشري اغېزې څېړي. د بشري حقونو سازمانونو خبرداری ورکړی چې ښځې، خبریالان، فعالان، پخواني دولتي کارکوونکي او نور زیان منونکي کسان ښايي د بېرته ستنېدو پر مهال د ځورونې، خپل سري توقیف او غچ اخیستنې له خطر سره مخ شي.

دغه بحث وروسته له هغه زور واخیست چې له جرمني څخه کابل ته د ۳۰ افغان اتباعو له اخراج سره مخ شو. ملګرو ملتونو تر دې مخکې له هېوادونو غوښتي وو چې د افغانانو جبري اخراج ودروي او له بېرته ستنېدو وروسته یې د بشري حقونو د سرغړونو د خطر خبرداری ورکړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button