افغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ ۲۰ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د دید خبری اژانس: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۲۶۷ ملیون افغانیو په ارزښت ۲۰ تفاهم لیکونه لاسلیک شوي دي.

دا تفاهم لیکونه د خوړو، جامو، ساختماني، مالدارۍ، الکترونیکي توکو او فرنیچر سکتورونه پوښي.

د وزارت مرستیال احمدالله زاهد وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې او سوداګریز حجم مخ په زیاتیدو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button