د دید خبري اژانس: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پینګ د قرغزستان په پلازمینه بیشکک کې د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) په دوه ورځنۍ سرمشریزه کې ګډون کوي.

دا سرمشریزه، چې ویل کیږي د غړو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا او د لویدیځ نفوذ سره د مبارزې په موخه ده، د ایران، هند، پاکستان او نورو غړو هیوادونو مشران به هم پکې ګډون وکړي. تمه کیږي چې پوتین به د ایران له ولسمشر مسعود پزشرزر زرذدذ کیان او شي جین پینګ سره دوه اړخیزې غونډې وکړي.
دا سرمشریزه په داسې حال کې راځي چې په اوکراین کې جګړه او په ایران کې نښتې دوام لري، او د امریکا سوداګریز کړکیچونه او د ایران د اقتصادي شریکانو په وړاندې ثانوي بندیزونه زیات شوي دي.
د شانګهای همکارۍ سازمان وايي چې غړي هیوادونه یې د نړۍ شاوخوا ۴۰ سلنه نفوس او د نړیوال اقتصاد نږدې ۲۵ سلنه جوړوي؛ په هرصورت، په مرکزي آسیا کې د روسیې او چین ترمنځ سیالي او د چین، هند او پاکستان ترمنځ ترینګلې اړیکې د دې سازمان لپاره داخلي ننګونې ګڼل کیږي.
دا غونډه د ایران سره د امریکا او اسراییلو د جګړې او په اوکراین کې د جګړې په منځ کې ترسره کیږي.